اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي ذي چې د مولانا فضل ال??حمان د اېز لوډ دكان بند شوے، دا د هغه مسئله ده، په پارلماني سياست كښې د هغه كوم كردار نشته، فضل ال??حمان، ن ليګ او پيپلز ګوند يوازې كرپشن زياتولې شي، هېواد چلول د دوي د وس خبره نه ده. ده دا خبرې د مولانا فضل ال??حمان لخوا مېډيا س??ه د خبرو په غبرګون كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې فضل ال??حمان د درې كلونو نه سياسي بې روزګار دے، خپل روزګار لپاره د جمهوري حكومت په ضد په سازشونو بوخت دے. ده ووئيل چې د چا خپله لمن پاكه نه وي هغه په صادق او امين ګرځول شوي وزيراعظم عمران خان څنګه نيوكې ??ولې شي. ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې ريكارډ ګراني ده، ځينې شرخوښي عناصر په پاكستان كښې د ګرانې په بهانه خپل سياسي دكان پړقوي