اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چ??هدري فواد حسېن وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د مضبوط ځائي حكومت لوظ يوازې عمران خان پوره كړې، په دويم ځل خېبر پښتونخوا كښې سپيځلې ټاكنې وشوې، عمران خان يوازينې لارښود دې چا چې خپلې ذ??تي ګټي شاته ك??لو سره د هېواد او اولس لپاره سوچ كړې۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د خېبر پښتونخوا ټاكنې په دوه حقله مهمې دي ،اول دا چې په وړومبې ځل د تحصیل په كچه نيغ په نيغه د ووټ د لارې ټاكلې شوې نمائندګانو ته اختیارات منتقل كېږي او بل دا چې په وړومبې ځل سپيځلې ټاكنې وشوې۔ ده ووئيل يوازې عمران خان هغه لارښود دې ك??م چې خپلې ذ??تي ګټې شاته ك??لو سره د هېواد او اولس لپاره سوچ كړې ، ګنې دا څومره آسانه ده چې د وزیراعلیٰ په صورت كښې يو ډكټېټر وساتلې شي او هغه كار كوي ك??م چې د پي پي پي او ن ليګ روايت دې،د سندھ وګړي نن هم د دې رويې ښكار دي۔ هغه زياته كړه چې اوس په پنجاب كښې ه?? خپلواكه نظام جوړېږي۔