پېنډي 29 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې عمران خان به پنځه كال ترسره كو??٬ مونږ به په رات??ون??ې ټاكنو كښې هم د عمران خان په مشرۍ كښې مېدان ته كوزېږو ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو نه پس مولانا فضل الرحمن به اوس اسمبليو څخه د استعفاګانو مطالبه نه كو??، نوازشريف هېواد ته رستنېږي يا نه راستنېږي هېڅ فرق نه پرېوځي، د ډالر په بي??ه قابو موند??و لپاره مني بجټ ضروري دې، د پېنډۍ مېګا پراجېکټ د مور او بچي روغتون به رات??ون??ې مياشت كښې د سهولت لپاره فعاله كړې شي۔ د شورو په ورځ د مور او بچي روغتون دورې په مهال ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم به په رات??ون??ې مياشت كښې د دې روغتون پرانسته كو?? او د دې نه پس به دا فعاله شي۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر فېصل سلطان، پارلماني سېكتر شېخ راشد شفيق، د صحت وزارت سېكتر او نور لوړ پوري هم موجود وو