اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) خارجه سېكتر سهېل محمود د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې مېشته د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) مشر سره ملاقات وكړو او د روانې مياشتې په 19 مه نېټه د پا??ستان په كوربتوب كښې د او آئي س?? وزارتي كونسل 17 مې غېر معمولي غونډې كاميابۍ لپاره ئې غړو ??ېوادونو د ملاتړ كولو مننه وكړه۔ خارجه سېكتر ووئيل چې په افغانستان كښې بشري صورتحال سره په اړونه غېر معمولي غونډه كښې خارجه وز??رانو او نور مشرانو استازو ګډون وكړو ?? دا نه يوازې د او آئي سي افغان اولس لپاره د مضبوط ملاتړ او يووالي څرګندونه ده بلكې په دې مسئله د او آئي سي د لارښودنې كردار عكاسي هم كوي۔ خارجه سېكتر په امرسته كولو د او آئي سي سمټ مشر په حېث د سعودي عربستان او نور غړو ??ننه وكړه۔ خارجه سېكتر ووئيل په غېر معمولي غونډه كښې په افغانستان كښې د چېلنجز مخننوي له د هیومېنټېرین ټرسټ فنډ جوړول ٬ افغانستان لپاره د او آئي سي خصوصي اېلچي ټاكل ٬ په كابل كښې د او آئي سي مشن بحالي ٬ د افغانستان فوډ سېكورټي پروګرام جوړول او په افغانستان كښی د مالیاتی او بېنکنگ چینلز پرانستلو له “روډ مېپ” وضع كولو د خبرو اترو عمل پېل كولو سره اړوند كوټلي ګامونو د ستائنې وړ دي۔ افغان اولس سره د پا??ستان د كلك عزم پخلي كولو سره خارجه سېكتر ووئيل د وزیر اعظم د اعلان كړې شوي 5 اربه روپو مرستې پېكج يوې برخې په توګه د 18 سوه مېټرك ټن غنمو اولنې كھېپ تېره ورځ افغانستان ته ولېږلې شو۔ خارجه سېكتر ووئيل پا??ستان د راروان كال مارچ مياشت كښې كېدونكې غونډه كښې د او آئي سي د ټولو خارجه وز??رانو ګډونو كولو ته سترګې په لاره دې۔ خارجه سكېتر په دې خبره زور راوړو چې د او آئي سي مؤسس هېواد كېدو په توګه پا??ستان د اسلامي نړۍ ترمينځه د رورولۍ اړيكو او كوټلې مرستې لا مضبوطولو عزم لري