اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د کشمير مسئله ز??ون?? د خارجه پاليسۍ مهمه برخه وه٬ ده او وي ??ه، پاکستان به د بې ګناه كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي، کشميرے اولس نن هم نړيوال انصاف ته سترګې په لار دے۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يوالې ورځ پحقله خپل مهم پېغام كښې وئيلي دي سږ كال به د فرورۍ په پنځمه نيټه خپلو كشميريانو وروڼو سره په بشپړه توګه د يوالي څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل كله چې په كال 1990 كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كېدل نو پاكستان نړيوالې ورورولۍ له باور وركړے ٶ چې د كشمير كشالې پحقله تاسو پاكستان او كشميريانو سره يو لوظ كړے ٶ كوم چې تر اوسه سر ته ونه رسولے شو٬ مقبوضه جمو و کشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سميه ده او د سلامتي كونسل يو شمېر ق??ار??ادونه په دې لړ كښې موجود دي٬ کشميريانو سره لوظ شوے ٶ چې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ كښې به دوي ??ه د پرېكړې اختيار وركولې شي او د دوي ?? رائے به احترام كولې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې د 90 د لسيزې تاريخ بيا تازه كېږي٬ بې ګناه كشمير د سرچ اېنډ کوارډن آپرېشن د لارې په نخښه كولې شي او د دوي ماورائے عدالت قتل كېږي٬ ده ووئېل معصوم کشميريان، مېرمنې، او كوچنيان د تشدد د لارې په نخښه كېږي۔ ده ووئيل ??ون?? د پنځمې فرورۍ په نيټه د يوالي څرګندونې د لارې مظلومو كشميريانو ته باور وركول غواړو چې ??ون?? دوي ??ره د خپلواكۍ حق په هلو ځلو كښې څنګ په څنګه ولاړ يو، پاکستان به د بې ګناه كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي