اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د وزيراعظم د نننۍ ورځې پېل به د چائنه انرژي انجينئرنګ کارپورېشن چيئرمېن سانګ هيل سنګ سره له آن لائن ملاقات څخه كېږي٬ په دې مهال به كراچۍ ته د اوبو وركولو كے فور منصوبې عملي كېدو په اړه خبرې كېږې او د دې نه پس به وزيراعظم د چائنا انرژي مشر ډينګ يانز هانګ سره آن لائن ملاقات كوي چې پكښ?? به د كراچۍ حب واټر کېن??ل او د فېصل آباد واټر ټريټمنټ پلان?? منصوبو ته حتمي شكل وركولې شي۔د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د چين صدر شي جن پنګ او وړومبۍ مېرمن پنګ لي يوآن لخوا د غرمې په مېلمستيا كښې ګدون لپاره ګرېټ هال آف دي پيپل ته ځي٬ نن ماښام به وزيراعظم د ازبکستان صدر، د چين وزيراعظم او د ملګرو ملتونو عمومي سېكترسره هم ملاقات كوي۔ په سټېټ ګېسټ هاٶس كښ?? به بيا سرمايه كارو سره غونډه كېږي چې پكښ?? به د مائننګ او هاٶسنګ په څانګو كښې د لويو كمپنو مېنجمنټ پاکستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه وزيراعظم سره خبرې اترې كوي۔