ماسکو 24 فروري (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان، روسيه سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په ماسكو كښې د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاوروف سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د روسيه خا??جه وزير ماسکو ته په تګ د خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔دغسې دواړو خا??جه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست۔ خا??جه وزير ووئيل پاکستان روسيه سره خپلو اريكو ته خاص اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې پرله پسې قوي كېږي۔ خا??جه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان وزيراعظم عمران خان وژن ??ه رڼا كښې اقتصادي ترجيحات او د سيمه ايزو روابطو ودې په اېجنډا عمل كېږي۔ دواړو خا??جه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د روسيه خا??جه وزير د افغانستان پحقله د او آئي سي د خا??جه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په كاميابۍ خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاکستان قيادت له مباركي وركړه او په 22م او 23م مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خا??جه وزيرانو د كونسل 48مه متوقع غونډې كاميابۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ د??سې خا??جه وزير په تود هركلي كولو او د خلوص نه په ډك كوربتوب د روسيه د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ خا??جه سېكرټري سهېل محمود او د خا??جه وزارت نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو