اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نش??ر وئېلي دي وزيراعظم ع??را?? خان اولس ته زيات رېليف وركولو ته خاص پام لرنه كوي٬كامياب پاكستان پروګرام ٬ هاؤسنګ سكيم٬صحت كارډ٬په پېټروليم مصنوعات او په برېښنا د سبسډۍ غوندې اقدامات هم د دې لړ?? يوه كړۍ ده۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې هغې ووئيل وزيراعظم ع??را?? خان د اولس د ستونزو احساس لري٬هغه شپه او ورځ په اولس د ګرانۍ بوج كمولو لپاره محنت كوي٬په دې لړ كښې د احساس پروګرام نه علاوه ګڼ شمېر فلاحي پروژې پېل كړې شوي۔ډاكټر ثانيه نش??ر ووئيل د طلب زياتېدو په وجه احساس راشن رعايت لپاره په 8171 رجسټرېشن سروس بېرته پرانستلے شوے چې دغسې كوم خلق پاتې دي چې هغوي پروګرام لپاره رجسټرېشن وكړي٬د رجسټرېشن په وړومبي پړاؤ كښې 9.2 ملين كورنۍ په ګوته كړی شوي كومو ته چې د اهليت ميسجونه ليږلې كېږي٬هغې ووئيل د اوسني حكومت احساس انډرګريجوېټ سكالرشپس د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې پروګرام دے چې له مخې يې د تېرو دوو كلونو په مهال 90 زره مستحقو زده كوونكو ته سكالرشپس وركړې شوي۔ډاكټر ثانيه نش??ر د وزيراعظم ع??را?? خان ګريجوېټس زده كوونكو لپاره د اعلان كړي انټرن شپ پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل د دې پروګرام له مخې به په انټرن شپ كار كوونكو ځوانانو ته د مياشتنۍ 30 زره روپۍ وركولې شي