اسلام ??باد۔15مارچ (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي زمونږ د سياست بنياد جمهوريت دے ٬ د اولس رائې زمونږ لپاره مقدم ده٬ په اسلام ??باد كښې د اولسي غونډې كولو مقصد تصادم نه دے ٬ تحريك انصاف يو جمهور ګوند دے ٬ مونږ د شدت خوښۍ سياست نه كوؤ او نه په تصادم باور لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چوهدري شجاعت حسېن يو ښه رائې لرونكې شخصيت دې٬ وزیراعظم ټول عمري چوهدري صاحب ته عزت وركړې دې۔ په جمهوريت كښې د اولس رائې ??صل پرېكړه وي او اولسي غونډې د دې رائې د څرګندونې يوه ذريعه وي۔ ده ووئيل كه اپوزيشن سولييزه اولسي غونډې كول غواړي نو مونږ ورته هركلې وايؤ او دوئي ته به هر ډول آسانۍ وركوؤ۔