اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په جمو او كشمير د او آئي سي رابطه ډلې يو فعاله غړي په توګه د آذربائيجان د مرستې ??تائنه كړې۔د وزيراعظم مېډيا آف?? لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د جمهوريه آذربائيجان دفاع وزير كرنل جنرل ذاكر حسنوف وزيراعظم عمران خان سره د ګل پ?? ورځ ملاقات كړې۔ په دې موقع د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه مضبوط او پائيدار دفاعي اړيكو حوال?? وركولو سره وزيراعظم ووئيل چې دوه اړخيزه تجارت٬سېلګري او په اولسي كچه رابطو ته خاص پام كولو سره د ورورولۍ اړيكو ته پراختيا وركول پكار دي۔وزيراعظم په او آئي سي كښې د آذربائيجان جمو او كشمير په رابطه ډله كښې د فعاله غړي په توګه مرسته ستائلې۔ده د آذربائيجان قيادت او اولس ته د قبضه شويو سيمو په آزادۍ مباركي وركړې او په سوئېلي قففاز كښې د امن او خوشحالۍ مقصد ترلاسه كولو كښې د آذربائيجان هڅې ئې وستائېلې۔د آذربائيجان د دفاع وزير د آذربائيجان د صدر لخوا وزيراعظم لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده وزيراعظم ته ووئيل چې