اسلام آب??د۔8اپریل(اے پی پی) د ايوان صدر جومات څخه د ??مع?? خطبه نيغ په نيغه نشر كړی شوې٬د روژې مباركې مياشت په ښه ډول تېرولو په موضوع خطبه وركړی شوه ۔۔خطيب ډاكټر محمد ظهير د ??مع?? په خطبه كښې د روژې مياشتې بركات او فضيلت بيانولو سره ووئيل د روژې مياشت د انسان د تربيت مياشت ده٬روژه د انسان دننه صبر او تحمل پېدا كوي٬په روژه كښې انسانان د حلال څيزونو څخه هم تر يو وخت منع كړے شوي ٬په حلال طريقه ??ره رزق ترلاسه كول هم عبادت دے ٬ خطيب په دې خبره زور راوړو چې مونږ له په دې مباركه مياشت كښې به كثرت سره توبه او استغفار هم كول دي۔په دې مباركه مياشت كښې مسلمان خپل رب راضي كولې شي۔د يادونې وړ ده صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په امر د خلقو رهنمائۍ لپاره د ايوان صدر جومات نه د ??مع?? خطبه نيغ په نيغه نشر كېږي ۔دغسې د ??مع?? مونځ په موقع د قامي سلامتيا٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا هم وغوښتلې شوه