اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور وئېلي دي چې سږ كال به 81 زره 132 پاكستاني د حج فريضه ادا كوي٬د نجي سكيم كوټه به 60 فيصده وي٬د آن لائن حج خواستونو وصولي 50 زره روپۍ ټوكن مني سره د 01 مئي نه تر 13 مئي وي او د 50 زره ټوكن مني وصولي د حكومت منظور ??وې شريعه اكاؤنټ لرونكي بنكونو كښې د 9 تر 13 مئي جمع كولې شي۔د سركاري سكيم ??ه مخې حج پیكج د 7 لكه تر 10 لكه روپۍ كېدو امكان دے٬د حج لپاره زيات عمر 65 كا??ه مقرر كړی۔د جمعې په ورځ د مذهبي چارو په وز??رت كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د كووېډ 19 په سبب د نړۍ د هرې څانكې پشان حج او عمره هم ځپلې شوې٬د سعودي حكومت په كال 2020 او 2021 كښې يوازې په ځايې توګه د حج اجازه وركړی وه٬د لوے څښتن مننه ده چې اوس د سعودي حكومت په نړيواله كچه د حج اعلان كړی په كوم چې مونږ د سعودي فرمانروا او ولي عهد مننه كوو۔ده ووئيل چې سږ كال د سعودي حكومت لخوا د حج د تعليمات اعلان نه كېدو او د لازمي حج اخراجات تفصيلات تراوسه نه وئېلو د حج د تيارو عمل د ځنډ ښكار شوې٬وړومبې به مونږ ته د 7 نه تر 8 مياشت وخت ترلاسه كېدو خو سږ كال د سعودي حكومت لخوا د كووېډ 19 په اېس او پيز د عملدرآمد په سبب د حج د تعليماتو په اعلان كښې تاخير ??وې د كوم په سبب چې تيارو لپاره ډېر لږ وخت دے كوم چې يو لويې چېلنج دے۔حج ډائرېكټورېټ جنرل جده مسلسل د سعودي ادارو سره په رابطه كښې دې٬د سعودي تعليمات ??ه مخې مونږ له د حج تيارو څخه تر 15 شوال په حتمي توګه هغوي خبرول دي۔د سعودي حكومت لخوا د كورونا د اېس او پيز ذكر كولو سره ده ووئيل چې حج كونكي لپاره سفارش كړې ??وې كووېډ ويكسين او بوسټر ډوز لګولې ضرورې دې او د تللو څخه 72 ساعت وړاندې پي سي آر ټېسټ كول لازمي دي۔د پرېس كنفرنس نه پس د خبريالانو سره غېر رسمي خبرو كښې ده په مدينه كښې په رامخې ته ??وې پیښه ووئيل چې دا ډول پېښې د افسوس او غندنې وړ دي