اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورځپاڼې صنعت د ستونزو او بحران څخه وېستلو لپاره تر 30 جون د پخواني حکومت تشهيري واجبات وركولو سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعظم دا سپارښتنه د آل پاکستان نيوزپيپرز سوسائټي ( اے پي اين ايس) پلاوي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو اترو كښې كړې ده۔په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مرېم اورنګزيب نه علاوه د وزيراعظم خاص مرست??ال فهد حسېن هم موجود وو۔د اے پي اين اېس صدر سرمد علي په مشرۍ كښې پلاوي كښې سيکريټري جنرل ناز آف??ين ،سهګل لاکھاني ، سينئر خبر??ال مجيب الرحمن شامي، جميل ا??هر، شهاب زبيري، محترمه رميزه نظامي ، عمرمجيب شامي، امتنان شاهد، ممتاز طاهر، محسن بلال، اويس خوشنود، وسيم احمد، منير ګيلاني او همايوں ګوهر هم شامل ؤ ۔ وزيراعظم په دې موقع د ورځپاڼې صنعت د ستونزو او بحرانونو څخه وېستلو لپاره لوئ پيکج اعلان کړو او تر 30 جون د پخواني حكومت تشهيري واجبات وركولو سپارښتنه ئې وكړه۔وزيراعظم د پي ټي آئ?? دور د ورځپاڼو او تشهيري کمپنيو حکومتي واجبات وركولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم پلاوي له باور وركړو چې د ګرانۍ په تناسب سره به تشهيري بيعه كښې مناسب اضافه کولې شي۔