اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د نوې مالي كال په بجټ كښې د ديامر بهاشا بند لپاره 900 اربه روپۍ فنډ بېلول٬چشم?? رائټ بينك كينال او اېن -25 دوه مخېزه كولو پشمول ګڼ شمېر پروژې شاملې كړی شوي٬اېم اېل ون پ??وژ?? به د يو كال په موده كښې آپرېشنل شي٬د نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې به روانې او لويې پروژې بشپړې او د دې مقصد لپاره رقم مختص كول٬د سي پېك له مخې په پ??وژ?? په تندۍ سره عملدرآمد٬ځوانان په خاص توګه د بلوچستان ځوانانو له روزګار او پرمختګ ته ترجيحي وركړی شوې۔د نهې په ورځ سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ(سي ډي ډبليو پي)او نوې مالي كال لپاره د وفاقي حكومت كلن پرمختيائي پروګرام(پي اېس ډي پي)په اړه مېډيا ته بريفنګ وركولو په مهال احسن اقبال ووئېل د چشم?? رائټ بينك كينال پروژې تعلق د خېبرپښتونخوا سوئېلي ضلعو سره دے٬د دې سي ډي ډبليو پي منظوري وركړې او دا يې ايكنك ??ه لېږلې وه۔د دې پروژې تعلق1991 اوبو تقسيم لوظ نامې سره دے٬دا پ??وژ?? د نوې مالي كال وفاقي ميزانيه كښې شامله كړې شوې او په دې پ??وژ?? 250 اربه روپۍ لګښت راځې چې پكښې 65 فيصد وفاقي حكومت او پاتې 35 فيصد د خېبرپښتونخوا حكومت خرڅ كولې شي٬دا يوه پخوانۍ مسئله وه۔احسن اقبال ووئيل د ديامربهاشا بند پ??اج??كټ لپاره 900 اربه روپۍ منظور كړی شوي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)خپل تېر دور كښې دې پروژې له د زمكې اخستو لپاره 120 ارب روپۍ خرڅ كړي وې٬په كال 2018 كښې دې پروژې لپاره 428 ارب روپۍ منظور كړې شوي خو تېر حكومت دا تر دريو كلونو څخه ځڼډولې٬د روپۍ د قدر كمي په سبب په پ??وژ?? نظرثاني نه ده شوې٬اوس په دې د 705 اربه روپو د لګښت اندازه ده۔ده ووئيل د بند رغونې سره سره به د برېښنا د پېداوار ډهانچه هم جوړولې شي۔دا پ??وژ?? به په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي۔ده وئويل د وزيراعظم په سپارښتنه اېن-25 دوه مخېزه كولو منظوري هم وركړې شوې او په پرمختيائي بجټ كښې به دې پروژې لپاره په ترجيحي بنيادونو روپۍ بېلولې شي ۔پاكستان د ايران څخه 100 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كوله كوم چې ناكافي ده ٬نن زما د ايران سفير سره ملاقات شوے او هغ?? راله باور راكړے چې نوره 100 مېګاواټ برېښنا به دركولې شي٬پاكستان د ټرانسمېشن لائن په اړه خپل كار بشپړ كړے نه دے٬حكومت به په څلورو كلونو كښې 29 كلوميټر ټرانسمېشن لائن بشپړوي ٬ دې نه پس به د ايران څخه نوره 100 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي او د مكران په ساحلي سيمو كښې به د برېښنا په اړه مسئلې حل شي٬ ده ووئېل د بلوچستان نېشنل ګرډ سره تړلو په اړه د مسئلو حل كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف خاص خوښي لري