اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د هېواد په بېلا بېلو برخو كښ?? په ځنګلاتو د اور لګېدو په ز??اتېدونكو پېښو اندېښنه ښودلې او وئيلي ئې دي چې داسې پېښې قوم ته ډېر لوي زيان رسوي، دې پېښو سره نباتات، حېوانات او د اولس ځان او مال ته سختې خطرې ورپېښېږي. د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چ?? په ځنګلاتو د اور پېښ?? په موسمياتي بدلون د دې آغېز لا زياتوي، په ځنګلاتو د اور لګېدو د زياتو پېښو مخ نېوې كېدے شي، د 85 فيصده پېښو وجه كېمپ فائر، اور صحيح نه مړ كول، د الاتو خرابي، سېګرېټ او قصداً اور لګول دي. صدر مملكت ووئيل چې د ځنګل اور نباتات او حېوانات ته ز??ان رسوي، ځنګلي ځناور ختموي، د مارغانو ځالې تباه كوي، دا د زمكې زرخېزې ته ز??ان رسوي او د سبز?? په وده ئې منفي آغېز كېږي. دې پېښو سره په فضا كښې د كا??بن ډائي اكسائډ په كچه كښې هم اضافه كېږي. صدر مملكت ووئيل چې زياتره پېښې ساده احتياطي تدابيرو سره ودرول كېدې شي. صدر مملكت ووئيل چې د فائر مېنجمنټ طريقې د?? په مكمل توګه نافذ كړې شي، د دې پېښو ډېټا دې راغونډه كړې شې او د دې د تجزئې نظام دې ښه كړے شي. د ټولو اړوند ډلو مرسته باوري كولو سره دې د دې پېښو مخ نيوي لپاره حكمت عملې ته پام وكړے شي.