اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ب??ر مېشته پاكستانيانو په يوه ورځ كښې 57 مليونه ډالر هېواد ته رالېږلو سره نوے ريكارډ جوړ كړے، په روشن ډېجيټل اكاٶنټ كښې جمع كړے شوے رقم د 4.5 اربه ډالرو نه زيات شوے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان او د وزيراعظم د ټويټ له مخې وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځ كښې ريكارډ 57 مليونه ډالر پاكستان ته په رالېږلو ب??ر مېشته پاكستانيانو ته پېرزوينه وړاندې كړې ا?? د دوي ئې مننه كړې. ده ووئيل چې په تېره يوه ورځ كښې سټېټ بانك ته تر ټولو زيات 57 مليونه ډالر ترلاسه شوي دي. ده ووئيل چې زمونږ حكو??ت د روشن ډېجيټل اكانټ سكيم مكمل ملاتړ او سرپرستي كوي. وزيراعظم ووئيل چې ب??ر مېشته پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي د كومو زړونه چې د پاكستان په محبت كښې درزېږي.تاسو سره لوظ كوو چې د اوسنيو معاشي مشكلو حالاتو څخه وتلو سره به ستاسو په هيلو پوره راځو. اوسنې حكو??ت د ب??ر مېشته پاكستانيانو اسانيې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي. مونږ به ستاسو په ژوند كښې اسانيو لپاره كوم كسر نه پرېږدو.