اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پي ټي آئي په حکومت كښې د توان نه تر بنيادي ډھانچې په هره منصوبه كښې د تاخير په سبب لوئې زيان شوے،په دې مجرمانه بې غورۍ د انکوائري امر شوے ، د بلوچستان ??سم??ندګي به په سوكالۍ بدلولې ش?? او دا زمونږ شر??كه ذمه وار?? او زما مشن دے۔د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل نن د يوې غونډې په مهال ما د ګوادر بريك واټر پراجيکټ كښې د مجرمانه غفلت د پلټنو امر كړے ۔ده ووئيل په دې ډير خفه شوم چې د پي ټي آئي حکومت د 445 مليونه ډالره ګرانټ، 484 مليونه ډالره سهولتي قرض او د فزيبلټي موجودګۍ باوجود دا منصوبه نظر انداز کړې ۔ده ووئيل د پي ټي آئي حکومت د توان نه تر بنيادي ډھانچه په هره منصوبه كښې په تاخير كولو د قام لوي زيان كړے ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل اوس د پريزنټيشنز وخت ختم شوے او د ټاكنو وخت پيل شوے ۔ده ووئيل ګوادر د سي پيك برخي په حېث نه يواځي د بنيادي ډھانچې پرمختګ په اړه مهم دے بلكه د دې سي??سي ، اقتصاد?? او تزويراتي اهميت هم زيات دے۔ده ووئيل د بلوچستان ??سم??ندګي په سوكالۍ بدلول زمونږ شر??كه ذمه وار?? او زما وژن دے۔