اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزي?? مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې معيشت به د پرمختګ په لار روانولې شي او په راتلونكو څو اونيو كښې به په بېعو كښې د اضافې په معامله قابو وموندلې شي، راتلونكې اونۍ به په روپيه فشار كم شي. ده دا خبرې رېډيو پاكستان سره د خاص خبرو په مهال وكړې. د خزانې وزير ووئ??ل چې د غوره فېصله سازې په نتيجه كښې به د روان مالي كال ټاكل شوي معاشي اهداف ترلاسه كړې شي. ده ووئ??ل چې په لوېديځه نړۍ كښې زياتېدونكې كساد بازاري په نظر كښې ساتلو س??ه په ??رآ??داتو كښې اضافه يو لوي چېلنج كېدے شي او په دې تناظر كښې به مونږ ته خپل ??رآ??دات زياتولو ته پام كول وي. د خزانې وزير د ځينې حلقو لخوا پېدا كړې شوې دا تاثر رد كړو چې په دې وروستيو مياشتو كښې د هېواد ترسيلات زر، ??رآ??دات او د ټېكس په وصولې كښې كمې راغلې. ده ووئ??ل چې د مئي او جون په مياشت كښې ريكارډ ترسيلات زر شوي، اېف بي آر خپل اهداف ترلاسه كړي دي