اسلام آباد26جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي سوال دا دے چې فل كورټ ولې نه ؟ په يو شان خط دوه جلا جلا پرېكړې ولې؟ مسئله ??ه پنجاب كښې د چا د حكومت نه ده د آئين او انصاف ده۔ د نهې ??ه ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل د عمران خان او د چوهدري شجاعت د يو ډول خطونو جلا جلا تشريح ولې؟ د آئين شکن عمران خان په خط 25 منحرف غړو ته د ووټ وركولو اجازه نشته او ھغوي ډي سېټ شوي هم دي او ووټ ئې هم نه دے شم??رلے شوے٬ د چوهدري شجاعت په خط د ووټ وركولو اجازه او ووټ ولې وشمېرلې شي۔ دې ووئيل د اپرېل په درېمه نيټه د عمران خان د ګوند مشر په توګه د خط تشريح او د 22 جولائي چوهدري شجاعت د ګوند مشر په توګه د خط په تشريح كښې فرق ولې دے ؟ دا څنګه انصاف دے چې د عمران خان چي??ۍ حلاله او د چوهدري شجاعت حسېن حرامه ده۔ دې ووئيل مسئله اوس ??ه پنجاب كښې د چا د حكومت نه ٬ د آئين او انصاف ده