اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د 75 كلونو په مهال پاكستان په كورنيو او بهرنيو محاذونو د كشالو مقابله كړې، مونږ تل په دې چېلنجونو صبر او استقامت سره قابو موندلې، په بهرنيو هېوادونو كښې د هېواد سفا??تخ??نې دې د هېواد بيانيه مخ په وړاندې بوتللو لپاره اولسي سفارتكاري استعمال كړي، دوه ??ړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره دې شراكت دارې جوړې كړي. د پاكستان د ډائمنډ جوبلي په موقع ??ه خپل پېغام كښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل چې تاسو ټولو ته زمونږ د آزادې د 75مې سالګرې مباركي دركولو سره ډېر خوشحاله يم. ده ووئيل چې د خوشحالې په دې موقع ??ونږ د قائداعظم محمد ??لي جناح او د هغه د ملګرو غېر معمولي هڅو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو د كومو په نتيجه كښې چې زمونږ آزاد وطن پاكستان جوړ شو. خارجه وزير ووئيل چې مونږ د آزادې په هڅو كښې د خپلو مشرانو قربانيو ته پېرزوينې وړاندې كوو