اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د تجديد وړ توان د پا??ست??ن سباؤن دے٬د متبادل توان څخه ارزانه برېښنا پېدا كېدې شي كومې څخه به چې په اولس د ګرانۍ بوج كم شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د چين كمپنۍ زونرجي پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔د پلاوي مشري ايګزېكټو ډائرېكتر او صدر زونرجي كارپورېشن رچرډجے ګاؤ كوله۔وزيراعظم ووئيل د پا??ست??ن د درآمدۍ بل لويه برخه د برېښنا پېدا كولو لپاره ګران ايندهن درآمد كولو باندې خرڅ كېږي٬د دې زرمبادلې لپاره ضروري ده چې مونږ د تجديد وړ توان پلو لاړ شو۔وزيراعظم ووئيل د شمسي توان پروژو په اړه د شورو په ورځ يو پري بډنګ كنفرنس اسلام آباد كښې كېږ??۔و??يراعظم ووئيل پا??ست??ن او چين ښه ملګري دي٬چين په هر داخلي او خارجي محاذ د پا??ست??ن ملاتړ كړے او چين د پا??ست??ن اقتصادي راهدارۍ چې د چين پروژې بېلټ اينډ روډ انشيټيو برخه ده د لارې په پا??ست??ن كښې د انفراسټركچر جوړولو٬ صنعت او بېلو څانكو كښې سرمايه كاري كو??۔و??يراعظم ووئيل مونږ قائداعظم سولر پاور بهاولپور 300 مېګاواټ پروژه رېكارډ موده كښې ترسره كړی وه او زمونږ به په سباون كښې هم دا هڅه وي چې مونږ د تجديد وړ توان په خاص توګه سولر٬ونډ انرجي په اړه سرمايه كارۍ ته وده وركړو۔په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ بورډ وفاق?? وزير چوهدري سالك حسېن٬د منصوبه بندۍ وفاق?? وزير احسن اقبال٬د توان وفاق?? وزير انجينئر خرم دستګير٬د قان??ن وفاق?? وزير اعظم نذير تارړ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان٬ظفر الدين محمود او فهد حسېن ګډون كولو۔زونرجي كارپورېشن لخوا وزيراعظم ته د فلډ رېليف فنډ لپاره چېك هم عطيه كړے شو