اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف وئيلي دي ډس انفارميشن سره د پارلمان تقدس مجروح كېږي، پارليماني رپورټرز د خپل رپورټنګ د لارې د سوشل ميډيا ډس انفارمېشن دفاع كولې شي۔ د پي ټي آئي غړو په ټيلي فون وئيلي دي زمونږ استعفٰي منظور نه كړې ٬ غير د تصديق به كومه هم استعفٰي نه منظورېږي۔د زيارت په ورځ پارليمنټري رپورټر ز ايسوسي ايشن له وركړې ميلمستياﺀ ته وينا كښې سپيكر ووئيل ميډيا او پارليمنټ لازم او ملزوم دي ۔ ميډيا ?? اولس او پارلمان ترمينځه د پل كردار ترسره كوي۔ د صحافت څانګه چې څومره هم فعاله وي دومره به منفي رجحان كم وي۔ په غېر تصديق شوو خبرونو چلولو مسئلې پيدا كېږي۔ښه پريكړې په حقائق اډانه انفارمېشن سره كېږي۔ خبريالان ?? اولس او پارلمان ترمينځه فاصلې كمولې شي۔ ده ووئېل د آزادۍ ورځ 75مې دستورو په موقع عام وګړو ، اقليتونو، ميرمنو او ماشومانو لپاره د پارلمان دروازې پرانستلې شوې وې۔يو نر ښځي هم پارلمان كښې تقرير كړے۔ده ووئيل زه د چا سره په تكرار باور نه لرم خو پارلمان زمونږ عزت دے٬ په دې به كومه سمجھوته نه كوو ۔ كاناډا كښې د سي پي اے كنفرنس په اړه غير مصدقه خبرونه چلولو سره سنسني خپره شوې ۔دا زمونږ سره زياتے شوے او د حقيقي خبريالانو هم حق تلفي ده۔ ده ووئېل دا مهال كه ??و كس غير مصدقه خبر او ډس انفارمېشن لري نو په داسې حالاتو كښې سم خبر اولس ته رسول د هېواد لوي خدمت دے۔ كه ??ارلمان كوم كار كوي او د هغې نفي كېږي نو دا غلطه خبره ده۔ دا يو مخصوص مائنډ سيټ دے د كوم مقابلې چې حقيقي رپورټرز كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل استعفٰي قبلول كوم آسان كار نه دے ٬ د پي ټي آئي استعفٰي په سائيكلو سټائل وې۔ ما ته د غړو كالز راغلي چې د زياتي مجبورۍ له مخې مونږ داسې كړي او يو غړے خو هائي كورټ ته هم تللے