اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)په سعودي عربستان ك??ې په هنرمند او تكنيكي څانګو كښې ملازمت ترلاسه كو??كو لپاره په پاكستان ك??ې د پیشه ورانه امتحاني پروګرام”اسكلز ويري فيكيشن” پائلټ پراجېكټ پیل كړې شوې دې۔ د پائلټ پراجېكټ لانچنګ لپاره د ګل په ورځ د سعودي عربستان په سفارتخانه كښې د دستوې اهتمام وكړې شو۔ د دستوې خاص مېلما د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو پرمختګ او بشري وسائلو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري په ??ې موقع په خپله وېنا كښې ووئيل چې په سعودي عربستان ك??ې ګڼ شمېر پاكستاني وګړي په بېلو ادارو كښې خپله وظيفه ترسره كو??٬هنر مند پاكستانيان كه يو خوا د سعودي عربستان په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كو?? نو بل خوا ترسيلات زر رالېږلو سره د پاكستان خذمت هم كو??۔ده ووئيل چې د پېشه وارانه تعليمي تصديق او عملي امتحان پېل سره به په سعودي عربستان ك??ې د سکلز او تكنيكي صلاحيتونه لرونكو پاكستانيانو ته په اړوندو څانګو كښې د روزګار بهترې او نوې موقعې ترلاسه شي۔ده ووئيل چې مونږ به سعودي عرب سره په ګډه د يو ښه ټېنكيكل اينډ ووكېشنل پوهنتون جوړول عملي كو??۔ده د سېلابونو په مهال په بشپړه مرسته د خادم حرمين شريفين مننه وكړه۔په پاكستان ك??ې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي هم په ??ې موقع خپل خطاب كښې ووئيل چې پاكستان وړومبې هيواد دے كو?? كښې چې د سكلز ويريفيكېشن پروګرام پائلټ پراجېكټ پېل كړې شوې دې٬د پراجېكټ لپاره نېشنل اتهارټي فار سكلز اپ ګرېډنګ(نيوټيك)په مرسته 12 تسليم شوې امتحاني مركزونه په 8 بېلو ښارونو كښې جوړ كړې شوي۔ده ووئيل چې دا پروګرام به د افرادي قوت لپاره خپل فيلډ كښې د ??و عملي ټېسټ كو??و اهتمام كو??٬ چرته به چې په وړومبي پراؤ كښې په 5 مهارتونو عملي او نظرياتي ټېسټ پیل كو??ې شي چې پكښې اليكټرېشن٬پلمبر٬ويلډنګ٬ريفريجرېشن٬ايئر كنډېشنګ او آټو اليكټرېشن څانګې شامل دي۔په دستوره كښې د سعودي عرب پراجېكټ ډائرېكتر او وفاقي وزير د لانچنګ دستاويز تبادله هم وكړه۔