اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره په واشنګټن كښې ليدلي دي ٬ په دې مهال امريكې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 56.1 ملين ډالر د وړاندې څخه د اعلان كړې مرستې نه علاوه د نورو 10 ملين ډالره د مرستې اعلان كړے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزرير بلاول بهټو زرداري په واشنګټن كښې د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كړے۔خارجه وزير د امريكې خپل هم څنګ ته په پاكستان كښې د سېلاب له امله د تباهۍ په اړه ووئيل چې پكښې 33 ملين څخه زيات خلق بې كوره شوي او د قيمتي زيان نه علاوه معاش ذريعو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔ده د پاكستان حكومت او اولس د مرستې هلو ځل?? په اړه د امريكې خارجه وزير خبر كړو ا?? په مرسته يې د امريكې حكومت مننه وكړه۔خارجه وزير ووئيل چې كوم هم هېواد د دې سخت بحران پخپله يواځې مخ نيوې نشي كولے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د م??سم??اتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے ۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د م??سم??اتي انصاف خوښي لري ا?? په دې لړ كښې خپلو شراكتدارو پلو ګوري دغسې چې هغوي د دې م??سم??اتي آفت څخه وتلو له زمونږ مرسته وكړي۔خارجه وزير په منطقه كښې د امن٬سلامتيا او اقتصادي خوشحالۍ ودې لپاره د پاكستان امريكې د اړيكو تاريخي ا?? په زيات شوي اهميت زور راوړو۔د امريكې خارجه وزير په پاكستان ګښې د سېلاب له امله په قيمتي ځاني ا?? په اقتصادي زيان پاكستان سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ده د بحالۍ او بيا رغونې چېلنجونو مخ نيوي كښ?? د ??اكستان سره د مرستې جاري ساتلو د امريكې د عزم پخلے وكړو۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د بشري بحران مخ ني??ي لپاره د افغانستان د مرستې ا?? په ضرورت هم خبرې وكړې ا?? په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به په افغانستان كښې امن٬پرمختګ او استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه خپل كار جاري ساتي۔دغسې د امريكې خارجه وزير د افغانستان څخه د وتل?? په مهال د پاكستان لخوا په ملاتړ مننه وكړه۔په خارجه محكمه كښ?? د ??اكستان او امريكې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې لمانځلو دستورې په موقع د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن د سېلاب ځپليو لپاره د اضافي 10 ملين ډالره اعلان هم وكړ?? په كوم چ?? د ??اكستان خارجه وزير د هغه مننه وكړه