اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)وفاقي وزير ميا جاويد لطيف وئېلي دي ټوله انتظاميې ډهانچه د رياست ملازمه ده ٬د كومې هم صوبې مشينري به د مركز په ضد نه كا??ېږ?? كه چرې كومه هم اداره د يو ګوند سهولت كاره شي نو د آئين له مخې به كاروائي كولې شي٬په سائفر كمېټي جوړه كړې شوې چې څوك هم ذمه وار وي د هغوي په ضد به سخت ايكشن اغستلے شي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل اولس د دې څيزونو جاج اخلي٬په پېښور كښې د خلقو څخه په كوم تناظر كښې سوګند پورته كړے كېږي٬هغې جهاديانو ته وئې?? پكار دي چې هغوي د چا په ضد د جهاد حلف اخلي۔ده ووئيل چوهدري فواد حسن وئېلي دي يوې ډلې س??ه مذاكرات روان دي او حكومت له د هغې برخه جوړېد?? پكار دي٬د حكومت پشمول څوك ه?? د ??ې غير ائيني كار برخه نشي جوړیدے٬ ده ووئېل د عمران خان هلې ځلې غېر آئيني دي۔ده ووئيل ادارو ته د بهاشن وركولو خواهش لرونكې س??ه مذاكرات څنګه كې??ې شي٬عمران خان د پاكستان سالمتيا٬سباؤن او معيشت په ضد چې كومې خبرې كړي هغه د هيرېدو نه دي٬نواز شريف چې كوم زندانونه برداشت كړي او د بې انصافې س??ه مخ كړے شوے٬مونږ چرته چاته څوكيدار٬مير جعفر يا مير صادق نه دي وئېلي ٬ ده ووئېل مونږ تل په ادارو كښې ناست غلط كسان په نخښه كړي كوم چې زمونږ فرض وو۔ده ووئيل د كمېټۍ په پريكړه به عمل كولې شي چې څوك هم ذمه وار ثابت شو د هغوي په ضد به د قانون له مخې كاروائي كولې شي۔