اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي چې د سينئر خبريال ارشد شريف کينيا كښ?? د وژنې پېښې حقائق معلومولو لپاره د لوړې كچې تحقيقاتي كمېټي جوړه كړې شوې ده٬ د تحقيقاتي كمېټۍ په ډله كښ?? د اېف آئي اے او استخباراتي اېجنسو اعلٰې چارواكي شامل دي، كمېټي به په سمدستي توګه كينيا ته ځي او د ارشد شريف د قتل د كېس به تحقيقات كوي، تحقيقاتي ډله به حتمي رپورټ داخله وزارت ته وړاندې كوي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښ?? داخله وزير ووئيل تحقيقاتي ډله به د ارشد شريف په کېس كښ?? د پاكستان نجي چېنل څخه د تړلے شخصياتو په كينيا كښ?? د سرو زرو د قاچاق كاروبار پحقله د كمپنۍ د كردار جاج اخلي ٬ تحقيقاتي ډله به د ارشد شريف د پاکستان نه دبئۍ او بيا د دبئۍ نه کينيا ته د تګ بشپړه وجوهاتو او محركاتو جاج اخلي٬ د يو س??اسي شخصيت د اعتراف نه پس تحقيقاتي ډله به د ارشد شريف د پاکستان نه دوبئۍ او بيا كينيا ته په تګ د مجبورولو د عواملو هم جاج اخلي٬ تحقيقاتي ډله به د كينيا پوليس او نورو ذريعو څخه د ترلاسه شوې معلوماتو او شواهدو په رڼا كښ?? ازادانه رپورټ مرتب كولو سره داخله وزارت ته وړاندې كوي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخې په تحقيقاتي ډله كښ?? د اېف آئي اے ډائرېكټر عطر وحيد او د آئي بي ډپټي ډائريکټر عمر شاهد حميد شامل دي٬ دا ډله به په سمدستي توګه د كينيا دوره كوي ٬ داخله وزارت او په كينيا كښ?? د پاكستان سفارت به د ډلې معاونت كوي