اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د آبي وسائ??و وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي مونږ د عم??ان خان زر او بيخي روعتيا لپاره لاس په دعا يو، سياسي اختلافات پخپل ځاے خو په سياست كښې تشدد هيچرې برادشت كېدے نشي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښئ خورشيد شاه ووئيل په ماضي كښې په پيپلز پارټي بدترين جبر او تشدد شوے او مونږ تل د دې مخالفت كړے۔ ده ووئيل په قاتلانه بريد كښې ملوث نيولے شوي كس څخه بشپړه انكوائري پكار ده او د پېښې تحقيقات پكار دي۔ ده ووئيل په بنيادي توګه د عم??ان خان د سكيورټي ذمه واري د پنجاب حكومت وه او د امنيتي ذمه وارو د بې غورۍ هم ت??ين پكار دے