اسلام آباد 14نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كھر وئيلي دي پاكستان اروپائي ائتلاف سره سباؤن كښې مرستي ته ودې ور??ولو له خوښي لري، پاكستان سره د اروپائي ائتلاف هېوادونو لپاره د افرادي قوت ور??ولو ښه امكانات شته، په غير قانوني ??وګه بهر هېوادونو ته تلونكو په ضد سخت اقدامات كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې خارجه وزارت كښې د اروپائي ائتلاف د مائيګرېشن اينډ هوم افيئرز كمشنر يلوا جوهانسن سره شريك پرېس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ خارجه چارو وزير مملكت ووئيل په قانوني ??وګه بهر هېوادونو ته تلونكو لپاره آسانۍ پيدا كولو له هڅي كوو ، د غير قانوني ??لونكو مخنيوي لپاره قانون سازي هم كوو۔ دې ووئيل بهر هېوادونو ته تللو لپاره بيلو څانګو كښې پيشه ور?? پوهي ته وده ور??وو۔دې ووئيل د كډوالو په اړه پاكستان او د اروپائي ائتلاف ترمينځه مرسته شته۔په دې موقع د اروپائي ائتلاف كمشنر يلوا جوهانسن ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف لپاره مهم او تذويراتي شراكت دار دے ، مونږ د پاكستان سره په ګډه ډير څانګو كښې ښه كار كولې شو، د هنر مند افرادي قوت تر اروپائي ائتلاف رسني ??ه اړتيا ده ۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ مخنيوي كښې د پاكستان خذمات د ستائنې وړ دي،د كډوالو په اړه پاكستان او اروپائي ائتلاف مرسته لري،د مرستي سره د نشه ائ توكو مخنيوي په اړه هم مهم پيشرفت ممكن دے ،دې ووئېل اروپائي هېوادونه په بيلو څانګو كښې د هنر مند افرادي قوت كمے لري ۔