اسلام آباد۔30نومبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان صوبې په بليلي سيمه كښې د پوليو ډلې په حفاظت د مامور پوليس په ګاډي د ترسره شوي بريد سخته غندنه كولو سره د سمدستي پلټنيو امر كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ژوبل شويو كسانو لپاره د غوره طبي آسانيو د برابرولو هدايت هم وكړو۔??ه د پوليس اهلكار او يو كوچني په شهادت ژوره خواشينۍ څرګندولو سره وويل چې د پوليو اهلكار د خپل ژوند له پروا پرته له هيواد څ??ه د دغې وژو??کې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره خپله وظيفه ترسره كوي٬ په دې هغوي ته د عقيدت پېرزئنې وړ??ند?? كوم۔ ده ووئيل شر خوښي عناصر به هېواد څ??ه د پوليو ختمولو د روان كمپائن مخنيوي كښې ټول عمري له ناكامه پاتې وي او پاكستانې اولس ٬ قانون نافذ كوؤنكې ادارې او پوليو اهلكار به دوئي په خپلو ناوړه هڅو كښې بريالي كېدو كله هم نه پرېږدي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد څ??ه د پوليو په بشپړه توګه ختمول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل حكومت ته به تر هغه وخت آرام رانشي تركومې هېواد څ??ه پوليو ختمه شوې نه وي۔ ده ووئيل زما په شمول د ټول اولس خواخوږۍ د شهيدانو كورنيو سره دي۔ ده په پیښه كښې د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔