اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) اقتصادی رابطه کمېټۍ د بلوچستان حكومت ته رېكوډېك منصوبې څ??ه په 6 كاله كښې د 71 كروړه 70 لكه ډالرو مجموعي ??نډ??ګ كولو عزم كړے دے۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د ات??ار په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټ?? اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان ٬ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر ٬ د پټروليم دوهم وزير مصدق ملك ٬ د خزانې دوهمې وزيرې عائشه غوث پاشا ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق محمود پاشا او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې رېكوډېك منصوبې سره د اړوندو دوه مهمو ايجنډا آئټمز منظوري وركړې شوه چې ورسره به د رېكوډك منصوبې پېل كولو لاره هواره شي۔