ملګري ملتونه 19 دسمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په افغان طالبانو زور راوړے چې هغوي د افغان خاورې څ??ه د پاكستان يا په كوم بل ګاونډي هېواد د تر??ه ګرو تنظيمونو بريدونو مخ نيوې وكړې۔ملګري ملتونه په دې لړ كښې ډي فيكټو چارواكو سره خبرې اترې كوي۔د ګل په ورځ د اے پي پي نمائنده د پاكستان په ضد د تحريك طالبان(ټي ټي پي)لخوا پورې غاړې څ??ه د زياتو شوو تر??ه ګرۍ بريدونو پ?? اړه پوښتنه وكړه چې پكښې د ځينو ځانونو زيان شوے ۔د دې په ځواب كښې د ملګرو ملتونو مشر ووئيل مونږ ګڼو چې د طالبانو لپاره دا ډېره ضروري ده چې هغوي د پاكستان پشمول د نورو ګاونډيانو هېوادونو په ضد د څه هم ډول تر??ه ګرۍ هلو ځلو اجازه ورنه كړي۔ده د دې كال په آخر كښې په خپل يو پرېس كنفرنس كښې ووئيل ځينې ښكاره څيزونه دي كوم چې به طالبانو له د نړيوالې وروورلۍ او د خپل افغانستان په ګټه كول وي۔سېكرټري جنرل په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان په اقتدار كښې د ټولو نسلي ډلو نمائندګي پكار ده۔ده ووئيل دوهمه خبره د بشري حقونو او په خاص توګه د انجونو سكولونو ته د تللو حقونو پ?? اړه ده۔ټولو ماشومانو له بلاامتياز په هره كچه سكول ته تلل پكا?? دي۔