اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي حکومت به د توان په اړه د “کفايت شعاري كمپائن̶1; موثره نفاذ لپاره سوداګرو تنظيمونو او شراكتدارو سره په اتفاق د ماركيټ او كاروبار بندولو په اړه د وختونو پرېكړه كوي۔ د شورو په ورځ وفاقي وزيرانو مريم اورنګزېب، انجينئر خرم دستګير خان، مولانا عبدالواسع، سيد امين الحق، اياز صادق او د پټروليم وزير مملکت مصدق ملک سره د آل پاکستان انجمن تاجرانو نمائندګانو سره مشاورتي ??ون??ې ته ??پلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير ګډون كوٶنكي په تجارتي څانګه كښې د كم استعمال د لارې د توان تحفظ باوري كولو لپاره د حكومت وژن نه خبر كړل۔ ده ووئيل د دې اقدام مقصد د هېواد په غېر ملكې ذخيرو راتلونكے فشار هم كمول دي كوم چې د برېښنا پېداوار باوري كولو لپاره هر كال د تېلو او ګاز د درآمد په مد كښې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د برېښنا پېداوار لپاره د فاضل فيول درآمدي بل اتيا بېليونه ډالره د كال مجموعي درآمدي خرڅونو شل فيصده دے كوم چې د هېواد په معاشي وسائلو زياتېدونكے فشار دے او نور نشي برداشت كېدے۔۔ په دې موقع د آل پاکستان انجمن تاجران چيئرمېن محمد نعيم مير او صدر اجمل بلوچ پشمول ګډون كوونكو ته ?? حكومت لخوا د بازارونو بندلولو وخت اته ??جې كول ، ډائننګ هال او رېستوان د شپې لس بجې د بندولو په تجويز خپل سفارشات او وړاندېزونه پېش كړل۔ په دې موقع د برېښنا وزارت سېكتر راشد محمود لنګړيال د حکومت د قام?? توانائي “کفايت شعاري” كمپائن په اړه بريفنګ وركړو او د دې نه پس په فورم كښې موجود تجارانو نمائندګانو سره تفصيلي خبرې وشوې