اسلام آباد۔7اپرېل(اے پی پی) سعودی فنډ فار ډویلپمنټ (اېس اېف ډي) او پاکستان د مهمند ډېم منصوبې لپاره د 24 کروړ ډالر قرض لوظنامې لاس ليك ??ړې دي۔ د اې?? اېف ډي چيف اېګزېكټو آفيسر سلطان عبد الرحمن المرشد او د اقتصادي چارو وفاقي سېكتر کاظم نیاز پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف بن سعید المالکی په موجودګۍ كښې لوظنامې لاس ليك ??ړے۔ مهمند ډېم پراجېکټ به د خېبر پښتونخوا خلكو د ژوند معيار ښه كولو كښې مرسته وكړي۔ دې منصوبې څخه به په ابتد??ئي توګه 800 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔ دې منصوبې سره به 6,773 هېکټر زمكه د كركيلې قابله جوړه كړې شي۔ د اقتصادي چارو وفاقي سېكتر ډاكټر کاظم نیاز د اې?? اېف ډي د لارې په پاكستان كښې پرمختي??ئي څانګو ??پاره په بشپړه ملاتړ كولو د سعودي عربستان مننه وكړه۔