اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي كونډې ته د انشورنس كلېم ادا كولو امر كولو سره د اس??ې?? لائف انشورنس اپيل مسترد كړو ۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اس??ې?? لائف انشورنس کمپنۍ كونډې ته د لائف انشورنس كلېم ادا كولو څخه انكار كړے وو۔ د اس??ې?? لائف موقف دا وو چې متوفي په ترافيكي پېښه كښې نه بلكې د مرګي رنځ دلاسه په حق رسېدلے۔ صدر مملکت د اس??ې?? لائف مؤقف مسترد كولو سره د وف??قي محتسب احكامات په ځايې ساتلو سره ووئيل اس??ې?? لائف دے مناسبې ضابطې خپلې كړي او بد انتظامي دې ختمه كړي۔ صدر مملکت ووئيل كوم ثبوت نه دے وړاندې كړې شوې چې متوفي د مرګي رنځ د لاسه مړ شوے دے۔ صدر مملكت ووئيل بد انتظامي ث??بت شوې له دې كبله اس??ې?? لائف دې په دېرش ورځې كښې دننه شكايت كوؤنكې ته كلېم ادا كړي۔ د تفصيلات له مخې د رېحانه بي بي متوفي خاوند اكرم مسيح 20 كالو لپاره د 3 لكه روپو لائف انشورنس پالېسي واخسته۔ اكرم مسيح په يوه ترافيكي پېښه كښې مړ شو٬ د مرګ نه وروستو د ده كونډې د انشورنس دعوی وكړه۔ مېرمنې وف??قي محتسب ته رجوع وكړه او هغه د دې په حق كښې حكم جاري كړو۔ اس??ې?? لائف د محتسب په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت حقائق نظر كښې نيولو سره د اس??ې?? لائف انشورنس اپيل مسترد كړو۔