اسلام آباد۔20 اپرېل(اے پی پی) پاکستان وئیلي چې هغه به د هند لخوا په ناقانونه توګه قبضه كړې شوي جمو او کشمیر کښې د بشري حقونو جدي او منظم سرغړونو په ضد خپل غږ پورته کولو ته دوام وركوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ يو پرېس بريفنګ ته د وېنا په مهال وو??يل پاکستان به دخپلو کشميري وروڼو اؤ خويندو سياسي، سفارتي اؤ اخلاقي ملاتړ تر هغه وخت روان ساتي تر كومې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل شوې نه وي۔ وياندې وو??يل د رمضان مقدسې مياشتې په اختتام به مونږ له په مقبوضه جموں وكشمير كښې خپل ورونړا او خوېندې يادې ساتل وي۔ د دې مقدسې مياشتې په مهال ه?? قابض هندي ځواكونو په مذهبي آزادۍ بندېزونه لګولې دي٬ تېره اونۍ قابض ځواكونو كشميري وګړي په سري نګر جامع مسجد د جمعې لمونځ څخه منع كړل۔ دغسې د رمضان المبارك په 27 مه مقدسه شپه له جوماتونو يو خوا بل خوا د امنيتي ځواكونو نفري ت??ين??ت كړې شوې وه۔ وياندې وو??يل مونږ په هندي چاروا??و زور راوړو چې هغوي دې په كشميري وګړو لګولې شوې بندېزونه پورته كړي كوم چې دوئي په خپل دين عمل كولو څخه منع كوي۔