اسلام آباد۔30اپریل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پي ټي وي فلكس په په پېل راته زياته خوشحالي شوې٬ د ??ې د لارې به كتونكي ګردې نړۍ څخه د پي ټي وي پراخا لائبرېرۍ ته آسانه رسنه ترلاسه كړي په كومه كښې چې ټي وي شوز ٬ ډرامې ٬ ډاكومېنټري ٬ لوبې او نور پروګرامونه شامل دي۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل چې دا منصوبه زما زړه ته ډېره نز??ې ده او ماته پرې زيات اطمينان شوے د??۔ دې ووئيل پي ټي وي په تېرو كلونو كښې چې كوم كمال تخليقات كړي دي د يوې قومي خزانې درجه لري۔ د دھوپ کنارے او عینک والا جن په څير يادګارې ډرامې زمونږ د اجتماعي ياد برخه جوړې شوي دي۔ پی ټی وی فلکس به د پخواني او نني دور د ټولو پروګرامونو دا لويه لائبريري كتو??كو ته رسوي۔ ځوان كول به د ??ې د لارې پخواني پروګرامونه كتلې شي كومو چې د خپلو صلاحيتونو له امله څو نسلونه متاثره كړل۔ دا اېپ په آئي او اېس او اېنډ رائيد ډاؤن لوډ كېدې شي۔ دې ووئيل خواست كوم چې دا لنك ټول ډاؤن لوډ كړۍ او دا استعمال كړۍ۔ دې ووئيل زه پي ټي وي او د اطلاعاتو و??ار?? ټولې ډلې له زياته خواري كولو سره د دې آئيډيا په عملي كولو مباركي وركوم۔ دې ووئيل زه د نوموړو فنكارانو بشری انصاری، جاوېد شیخ او خالد عباس ډار په خاص توګه مننه كوم كومو چې د پرانستې په دستوره كښې ګډون وكړو۔