اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلا??ل بھټو زرداري س??ه پاكستان كښې د سوئيلي كوريا سفير سوسنګ پئيو ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقع خارجه وزير ووئيل د پاكستان او سوئيلي كوريا ترمېنځه تاريخي او د دوستۍ اړيكې موجود دي۔ ده ووئيل د سوئيلي كوريا سوداګرو لپار په پاكستان كښې د ټېكنالوجۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته، پاکستان سوئيلي كوريا له په بېلو څانګو كښې تربيه لرون??ې انساني وسائل وركوي او دې ته لا وده وركول غواړي۔ بلا??ل بھټو زرداري سوئيلي كوريا سره د لوړې كچې روابطو پشمول په كلتوري څ??نګه كښې د مرستې زياتولو خواهش هم څرګند كړو