اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د پاكستان شهيد??نو ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د مئي 25 مه نېټه هېواد كښې د “يوم تكريم شهداﺀ” په تو??ه د لمانځلو پرېكړه شوې ده ، د دې مقصد يو اړخ ته د شهيد??نو د ځانګړو قربانيو ياد تازه كول دي او بلخوا اولس ته دا پېغام وركول دي چې د شهيد??نو ٬ د هغوي د كورنيو او د هغوي د يادګارونو احترام د هر يو پاكستاني وګړي وياړ دے۔ په هېواد كښې به دستورې په غوره ډول كولې شي دغسې چې شهيد??نو ته په زړه پوري ډول د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شي۔ د عسكري چارواكو له مخې ګران هېواد پاكستان كښې د امن وضعه ښه كولو او د ترهګرۍ نوغې ويستلو له وركړې قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔ په دې لړ كښې د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي ٬ پوليس او نورو قانونو نافذ كوؤنكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ د ګرد هېواد په كچه كېدونكو پروګرامونو كښې به د شهيد??نو روحونو ته ثواب رسولو له قرآن خواني او د پاك پوځ ٬ پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو نورو ادارو د شهيد??نو په يادګارونو به د سلامۍ كولو دستورې كولې شي۔ مركزي دستوره به په جی اېچ کیو كښې د شهيد??نو په يادګار كېږي۔ دغسې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول په صوبائي سرښارونو كښی به هم د شهيد??نو په يادګارونو دستورې كېږي