اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د ا??لاعاتو او خپرونو ??فا??ي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې فائيو- اې فريم ورک به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يو ګيم چينجر وي، برآمدات، ا?? پاکستان، د اوبو او خوراک تحفظ، ماحوليات، انرژي او اېكوېټي ټرن اراؤنډ د پاكستان ستنې دي۔ د دې فرېم ورك د لارې به برآمدات زياتولو له د نوې کاروبارونو او روزګار ډاډګيرنه وشي۔ د تعلیم او روغتیا ودې او په آبادۍ قابو موندلو ??ره به د پاكستان د پرمختګ لاره هواره شي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل چې د ا??زان او پرله پسې توان رسولو ??ره به اقتصاد او سوداګرۍ كښې تندي رامخ?? ته شي۔ دي ووئيل د اي پاكستان د لارې به ځوانانو ته د وړاندې تللو نوې موقعې وزكړؤ۔ دوئي به په خپلو پښو ودرولې شي۔ دې ووئيل د جي ډي پي لحاظ سره د فسكل خساره 4.9 فیصده څخه كمېدو سره 4.6 فیصده ته راتلل لويه كاميابي ده ٬ دا د حكومت د درست معاشي پالېسۍ مثبته نتيجه ده۔ دې ووئيل كرنټ اكاؤنټ خساره كښې 76 فیصده كمې د سمې معاشي پالېسۍ علامت دے ، تجارتی خساره كښی 40.4 فیصده كمې د معاشي اقداماتو درستګي څرګندوي۔ ??فا??ی وزیرې ووئيل د تجارتي خساره 43.4 اربه ډالره څخه كمېدو سره 25.8 ارب ډالره ته راتلل بهترۍ پلو ?? تللو پېل دے۔ دې ووئيل په درآمداتو كښې 29.2 فیصده كمې شوې دې چې ورسره په معاشي صورتحال ښه اثرات مرتب شوي دي۔ دې ووئيل د 72.3 اربه ډالره په مقابله كښی د درآمدات 51.2 اربه ډالره ته راتلل معاشي بهترۍ پلو يو ګام دے۔ دې ووئيل د تېر مالي كال 5 زره 348.2 اربه روپو په مقابله كښی 6210 اربه روپۍ ټېكس ريونيو جمع شوه۔ د روان مالي كال په اولنو 9 مياشتو كښې د 7 لکه اېف بی آر ټېکس وركوؤنكو هدف په مقابله كښې نزدې 9 لکه 12 زره نوې ټېكس وركوؤنكي رجسټرډ كړې شوي دي۔ دا په ټېكس نېټ كښې د زياتوالي ثبوت دے۔ دې ووئيل د 1.15 ټرېلین روپو ??فا??ی پرمختيائي بجټ مختص كېدو سره به په هېواد كښې معاشي هلې ځلې ګړندۍ او روزګار زيات شي۔