اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپ??ونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې نوې پي ټي وي اكيډمي د اطلاعاتو وزارت د تاريخ مهم سنګ ميل دے٬ ميډيا براډ كاسټنګ٬ فلمز٬ اداكاري٬ ټريننګ او صلاحيت سازۍ لپاره د نړيوال معي??ر سينټر آف ايكسي لينس آغاز زما د مقصد عكاسي كوي٬ نوې كوټلې اكېډمي په ټول پاكستان خاص ځوانانو لپاره د رسنې وړ ده۔ په خپل ټوېټ كښې وفاقي وزيرې وئيلي دي چې وړومبې د فلم پالېسۍ برخې په توګه د مئي په 13مه نېټه د پي ټي وي فلم انسټي ټيوټ پېل او د انفارمېشن سروس اكېډمۍ٬ پي ټي وي او راډيو پاكستان اكېډميز ??نضمام اعلان كړی ٶ كوم چې د اطلاعاتو او خپ??ونو وزارت د تاريخ يو مهم سنګين ميل دے۔ دې ووئيل چې نوې كوټلې اكېډمي ټيزر شيئر كولو سره ډېره خوشحاله شوې يم۔ دې ووئيل چې آئي اېس اے٬ پي ټي وي او راډيو پاكستان اكېډميز ??نضمام او د مېډيا٬ براډ كاسټنګ٬ فلمز٬ اداكاري٬ ټريننګ او صلاحيت سازۍ لپاره د نړيوال معي??ر سينټر آف ايكسي لينس پیل زما د مقصد عكاسي كوي كوم چې د ټول پاكستان په خاص توګه ځوانانو لپاره د رسنې وړ ده٬ دا اقدام زما زړه ته ډېر نزدې دې۔ دې ووئيل چې په پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې د مېډيا آلات او آسانۍ كارولو سره د اكېډمۍ مطالعاتي پروګرامونو سره عملي تربيه هم شامل كړې شوې٬ نوې كوټلې اكېډمي نه يوازې د اطلاعاتو وزارت٬ پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې د نوې او موجوده ملازمينو لپاره پرانستې وې بلكې د ټول پاكستان زده كونكو او د ځوانانو اكېډمۍ سمر سكول پشمول كورسز كښې داخله اخستلې شي۔ د اطلاعاتو او خپ??ونو وفاقي وزيرې د اطلاعاتو وزارت٬ پي ټي وي اكېډمي٬ راډيو پاكستان ډلو او د پي ټي وي اېم ډي ته مباركي وړاندې كولو سره وئېلي دي چې د پي ټي وي فلم انسټي ټيوټ پېل لپاره ډېرې خوارۍ شوېدي۔ دې د پراجېكټ ډائرېكټرې ونيزه احمد ته هم د پیرزوينه وړاندې كړه چا چې په لږ وخت كښې دې انضمام ته عملي جامې ا??ول?? سره سره مطالعاتي پروګرام هم پېل كړې۔