اسلام آباد 23جون(اے پی پی)صدرمملكت ډاكټر عارف علوي كوريا او سري لنكا سره د اقتصادي٬ تجارتي او كلتوري مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئېلي دي چې پاكستان به په بېلو څانګو كښې د كوريا د سرمايه كارۍ هركلې كوي٬ د آزاد تجارت لوظ نامې ترمخه سري لنكا سره اړيك?? ته پراختيا وركول غواړو۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر ??رې?? ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د جنوبي كوريا او سري لنكا سفيرانو سره د مخه ښې ملاقات په مهال وكړه۔ صدر مملكت د جمهوريه كوريا موده ترسره كونكي سفير سوه سنګ پيو سره په خبرو كښې وو??يل پاكستان جنوبي كوريا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دواړه هېوادونه يو بل سره په بېلو څانګو كښې مرسته كوي۔ ده وو??يل پاكستان د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره د ټولو شراكتدارو هركلې كوي۔پاكستان په بېلو څانګو كښې د كوريا سرمايه كارۍ هركلې كوي۔صدر مملكت د سري لنكا موده ترسره كونكي هائي كمشنر موهن وجيو كرما سره په خپلو خبرو كښې وو??يل سري لنكا په سوئېلي آسيا كښې د پاكستان دوهم لويې تجارتي شراكتدار دې٬د آزاد تجارت لوظ نامې ترمخه سري لنكا سره تجارتي او اقتصادي اړيك?? ته پراختيا وركول غواړو۔صدر مملكت وو??يل بايد دواړه هېوادونه د بې وزلۍ ختمولو٬امن او پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي۔صدر مملكت د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو كښې د موده ترسره كوؤنكو سفيرانو كردار وستائېلو