اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) صدر مملکت ډاكتر عارف علوي د مالديپ او پاكستان دوه اړخيزه ګټو لپاره د تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې دوه اړخيزه تجارت ته پراختيا وركولو سره سره مالديپ ته د پاكستاني مصنوعاتو د برآمد كولو پراخا امكانات هم شته۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ددې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د مالديپ ??ود?? ترسره كوؤنكې هائي كمشنر فرزانه ظاهر سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كښې وكړه۔ ده د قدرتي آفتونو او موسمياتي بدلونونو په شدت قابو موندلو له د دوه اړخيزه نزدې مرستې په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پرمختللي او پرمختګ كوؤنكي دواړه ډول هېوادونه د موسمياتي بدلونونو خطر سره مخ دي۔ ص??ر مملكت ووئيل پاكستان او مالديپ له به د سېلګرۍ په څانګه كښې همكاري زياتول او د يو بل تجربو څخه استفاده كول وي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هند لخوا د مسلمانانو په ضد تفریق او په دوئي ظل?? او زياتې د اندېښنې وړ دے۔ نړيوالې ورورولۍ له به د هندي امنيتي ځواكونو لخوا په مسلمانانو او په خاص توګه په كشميري اولس د روان ظل?? او زياتي نوټس اخستل وي۔ ص??ر مملكت د سارك مقصدونه ترلاسه كولو له د تنظيم په احياﺀ زور راوړو۔ ده ووئيل اسلامي هېوادونو له به د اسلامو فوبيا مقابله كولو له په ګډه كار كول وي۔ ص??ر مملكت كاميابۍ سره په ??ود?? ترسره كولو هائي كمشنر ته مباركي وركړه او پاكستان مالديپ اړيكې پياوړې كولو له يۍ د دې د هڅو ستائنه وكړه۔