لندن 22 ستمبر (ا?? پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امرېكه كښې د ملګرو ملتونو دوره بشپړولو نه پس لندن ته رسېدلې ۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د بې??ا بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ېې د پاكستان كردار په ډاګه كړې او د عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته وېنا او د او آئي سي رابطه ډلې سره ملاقت كړے ۔دغسې وزيراعظم ميډيا سره مركه كړې او د امریکې، برتانیې، اردن، ترکیې، نیپال، ایران او سري لنکا مشرانو سره په دوه اړخيزه معاملو خبرې اترې او په بې??ا بېلو فورمونو د پاكستان مقدمه په ښه ډول پیش كړې ده ۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال وزيراعظم چې د كومو هېوادونو مشرانو او مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كړې په هغوي كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ٬ دوهم اولس مشر مائيك پنس ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتوينوګيټريس٬ د نيپال وزيراعظم شېر بهادر ديوبا٬ د بل اينډ ملين?? اګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس ٬ د جنرل الېكټرك نائب صدر جان رائس٬ د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالاسري سينا ٬د تركيه اولس مشر رجب طيب ??ردوان ٬ د اردن شاه عبدالله دوم شامل دي ۔