اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې تاريخ او ادبې و??ثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د عدالت په پريكړو ټكونه كول د هر ګوند حق دے٬عمران خان په پارلمان بريد وك??و٬?? عدليې او ادارو سپكاوې يې وكړو ولې هغه ته هېڅ ونه وئېلې شو٬د هغه په ضد ايكشن ولې نه اخستې كېږي څوك چې د عدالتونو د پريكړو څخ?? وړاندې پريكړې اوروي٬مشرف چې د ججانو كوم سپكاوې كړے د هغې پريكړه به څوك اوروي٬مريم نواز هم د چا لور ده او د هغې د تېر يو نيم كال څخ?? مېډيا ټرائل روان دے٬د كروړونو اولس ټاكلې وزيراعظم ته ګاډ فادر او د هغه ټاكلي حكومت ته سسلين معافيه وئېلې شوې٬آيا دا سپكاوې نه دے٬د مسلم ليګ(ن)مشر نواز شريف د شهباز شريف د وزيراعظم كانديد كولو اعلان په مېرټ كړې٬هغه د خلقو په زړونو كښې ژوند كوي او د نورو صوبو اولس هم د شهباز شريف پشان اعلٰی وزير غواړي۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي سره په خبرو كښې دې ووئيل د نهال هاشمي په معامله د ګوند مشرتابه پخپله ايكشن اخستې ؤ او هغه يې ډي سېټ كړې ؤ۔دې ووئيل نهال هاشمي عدالت څخ?? بخښنه غوښتې وه او سره د دې ورته سزا واورولې شوه۔دې ووئيل خود ساخته وياند د څو ورځو څخ?? دا وائي چې د مسلم ليګ(ن)مشرتابه ته سزا وركړے كېدونكې ده او دوي زندان ته تلوونكي دي٬دا خلق چا وياند جوړ كړي چې د عدالت د پريكړو څخ?? وړاندې پريكړې اوروي۔د يوې پوښتنې په ??واب دې ووئيل مريم نواز هم د چا لور ده٬د تېر يو نيم كال څخ?? د هغې مېډيا ټرائل كولې شي۔د يوې پوښتنې په ??واب مريم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم په يو اقامه كور ته لېږلې شوې٬اولس دا پريكړه نه ده منلې ۔دې ووئيل د عدالت په پريكړه ټكونه كول د هر وګړي حق دے۔په دې پريكړه د سول سوسائټۍ لخوا هم ټكونه رامخې ته شوي ۔دې ووئيل كله د كروړونو په شمېر اولس ټاكلي وزيراعظم ته ګاډ فادر او د هغه حكومت ته سسلين معافيه ووئيل شول نو آيا دا سپكاوې نه دے۔د يوې پوښتنې په ??واب دې ووئيل اولس د دهرنو سياست رد كړې او د دې ښكاره ثبوت د اپوزيشن د لاهور جلسه وه۔دې ووئيل اوس سياست به يوازې په خذمت او كاركردګۍ اډانه وي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د مسلم ليګ(ن)مشر لارښود نواز شريف د شهباز شريف د وزيراعظم كانديد غوره كولو اعلان پھ مېرټ كړی۔هغه د خلقو په زړونو كښې ژوند كوي او ټولو صوبو لپاره يو مثال دے۔دې ووئيل د دواړو وروڼو ترمينځه د عزت او احترام خپلولې ده او شهباز شريف د مسلم ليګ(ن)په ټولو مهمو غونډو كښې ګډون كوي