پیښور 08 مارچ (اے پي پي) كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځوانانو ته اعلٰی تعليمي آسانيې وركولو سره به پ??كس??ان د پرمختلليو هېوادونو په ??ف كښې شامل شي٬د پ??كس??ان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د مدبرانه پالېسو په نتيجه كښې په ??رهه ګرۍ قابو موندلې شوې ٬حكومت وړيا لېپ ټاپ سكيم معرفي كوي٬د دې څخه به ټول زده كوونكي استفاده وكړي٬هېواد ته د تحقيق كوونكو ضرورت دې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پېښور په ??يات آباد كښې د آئي اېم سائنسز د ريسرچ اينډ سېمينار بلاكس پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په ??وګه د خپلې وېنا په مهال وكړی۔احسن اقبال ووئيل پنځه كاله وړاندې كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو لا قانونيت وو٬ترهه ګري وه او د امن او امان صورتحال سره مخ وو خو زمونږ مشرتابه په ??رهه ګرۍ قابو وموندلو او هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔ده ووئيل په ??ېر وخت كښې واكمنو يوازې د امريكې څخه د اېف 16 ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو ته پام كړې بايد مونږ د امريكې څخ?? لوړو زده كړو ترلاسه كولو ته پام وكړو۔ده ووئيل كوريا٬چين او نورو هېوادونو د امريكې څخه تعليمي ماډل ترلاسه كولو سره خپل هېوادونه پرمختګ ته ورسول۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د وړيا لېپ ټاپ وركولو سكيم معارفي كوي او د دې څخه به ټول استفاده وكړی شي٬ده ووئېل مونږ افغان زده كوونكو ته هم تعليمې آسانې وركوو چې دغسې دوي نه يوازې د خپل هېواد خذمت وكړی شي بلكې د پ??كس??ان او افغانستان اړيكې مستحكمې شي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل هېواد ته د رټه لګوونكو نه د تحقيق كوونكو ضرورت دې ځكه بايد ټولې ادارې د تحقيق څانګې ته خاص پام وكړي۔دستورې ته د آئي اېم سائنسز جوائنټ ډائرېكټر عثمان غني هم وېنا وكړه