اسلام آباد ۔ 6 اپریل (اے ??ی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي شخړيز كشمير كښ?? د بې ګناه وګړود اوسنې شهادت څخه داسې برېښې چې كشالې د ټوپك په زر هوارول د هند پاليسي ده٬ جمو او كشمير د پاكستان او هند ترمېنجه بنيادي شخړه ده٬ د كشميري اولس د هيلو له مخې تر هواري به منطقه كښ?? د امن خوب نېمګړې وي٬ نړيواله ورو??ول?? دې او ملګري ملتونه دې د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميريانو سره كړې لوظ سرته ورسوي۔ خواجه آصف دا خبرې د جمعې په ورځ كشمير سره د يوالي ورځ په مهال خپل پېغام كښ?? وكړې۔ ده ووئيل د كشمير غېرت مند اولس د تېرو اوو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو په چارټر كښ?? د وركړې خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق لپاره د هند د ظلم او جبر په ضد بې مثله هڅې كوي۔ ده ووئيل د بې ګناه كشميريانو په ضد د اوسني جارحيت ٬ كوم كښ?? چې د شلو نه زيات كشميريان شهيدان او د 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ژوبل شوې ٬ په جمو او كشمير كښ?? د هندي قابضو ځواكونو د ظلم او جبر يو ښكاره ثبوت دے ٬ ده ووئيل پاکستان به د شخړيز كشمير اولس له د خپل بنيادي حق٬ خپلواكۍ حق تر وركولو د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي ۔ د هند نه غوښتنه وكړه چې د قابضو امنيتي ځواكونو لخوا د بشري ??قو??و خلاف ورزيو جاج لپاره د بشري ??قو??و د هائي كمشنر دفتر او د اسلامي مرستې تنظيم د خپلواكه بشري ??قو??و مستقل كمېسون ته د آزاد فېكټ فائنډنګ ډلو لېږلو لپاره آسانۍ پېدا كړي او د كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي