لاهور۔29جولائی(اے پی پی) چیف جسټس آف پاکستان جسټس میاں ثاقب نثار د پی ټی آئی نوي ټاكلي شوي اېم پي اے نديم عباس د نيولو حكم وركړې۔ دده د نيولو حكم په پوليس اهلكارو د تشدد كولو په سبب ور??ړې شوې۔ د سپریم کورټ لاهور رجسټری كښې د مقدماتو اورېدنې په مهال چيف جسټس د پي ټي آئي نديم عباس بارا په دېره د ډزو ??و په پوليس د تشدد ازخود نوټس واخست۔ په دې مهال آئي جي پنجاب سید کلیم امام او نور چارواكي عدالت ته وړاندې شول او دوئي ووئيل په اهلکارو د تشدد كوؤنكو 50 كسانو په ضد د ترهګرۍ دفعو ترمخه مقدمه درج ??ړې شوې۔ آئی جی پنجاب عدالت ته دا هم ووئيل چې د تشدد كولو په تور كښې 21 كسان نيولي شوي دي او 28 تورن ??قدمه كښې نومولې شوي دي۔ چیف جسټس پاکستان د معاملې از خود نوټس اختسلو سره د تحريك انصاف نوې ټاكلي شوي اېم پي اے نديم عباس د نيولو حكم وركړو۔