اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پ??كستان د آزادې 71مه ورځ په ټول هېواد كښې سهار د لمونځ نه پ?? په جوماتو كښې د هېواد پ??مختګ٬ سلامتيا ٬ خوشحالې او يووالې لپاره د??اګانو سره پېل شوه۔ په دې موقع په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامي وكړې شوه۔ د آزادې د ورځې په موقع د كشميري اولس د اوږدو هڅو كاميابې لپاره هم خاص دعا وكړې شوه۔ د دې مهمې ورځې په مناسبت د اولس مشر٬ وزيراعظم او د مهمو شخصياتو لخوا خاص پېغامونه هم جاري كړے شول۔