اسلام آباد 29 اکتوبر (ا?? پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خ??ن وئيلي دي د سپيكر لخوا په جاري كړې پروډكشن آرډر حكومت سپيكر سره سلا دے۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې رانا تنوير حسېن د اعتراض په نكته ووئيل د قامي اسمبلې سپيكر لخوا د مخالفې ډلې مشر پروډكشن آرډر جاري كړې شوې٬ په دغې د روح له مخې عمل نه كولو سره نېب د ټول ايوان وقار مجروح كړے۔ په دې علي محمد خ??ن ووئيل د سپيكر لخوا چې كوم پروډكشن آرډر جاري كړې شوې٬ حكومت سپيكر سره پرې سلا دے٬ بايد په پروډكشن آرډر عمل اوشي