اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د چين پاكستان اقتصادي لارې ﴿س?? پېك﴾ پراجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد بټ و??يل?? دي چې د س?? پېك له مخې 9 اقتصادي ځايونه فعاله كولو لپاره په تندې سره كار روان دے٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د رشكئ اقتصادي زون تيارې لپاره ابتدائي پرمختيائي كار پېل كړ??٬ په اقتصادي زون كښې به د خوراك د څيزونو د پېكنګ٬ ټكسټائل او نورو اړوند صنعتونو جوړولو او دې لپاره اسانيو ته پام كولې شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د س?? پېك له مخې اقتصادي ځايونو ته خاص پام كوي او په دې په تندې سره كار روان دے۔ ده ووئيل چې څو ورځې وړاندې د سرمايه كارې بورډ د اقتصادي ځايونو په اړه غونډه هم كړ?? او په دې لړ كښې اړوند ادارو ته خاص هدايات جاري كړ?? شوي دي۔ ده ووئيل چې د رشكئي اقتصادي زون فېز 1 لپاره يو زر اېكړه او فېز 2 لپاه ??وه زره اېكړه زمكه ترلاسه كړ?? شوې ۔ ده ووئيل چې پروژې سره به په پاكستان كښې د روزګار موقعې زياتې شي۔ ده ووئيل چې د دې سيمې ټاكنه د صوبائي حكومت لخوا شوې وه او په دې كښې وفاقي حكومت كومه مداخله نه ده كړ??